دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۷
د مطلب کود : 220669
تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۸ تنه په کرونا ناروغۍ اخته شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۵۸ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت زياته کړې، په دې سره په افغانستان کې په کرونا وايروس د اخته شوو کسانو شمېر ۳۹ زره ۹۲۸ کسانو ته ورسېد.
ډېری نوې پېښې ۴۷ هرات او ۸ فراه کې ثبت شوې دي. کابل کې کومه نوې پېښه نه ده ثبت شوې.
د دغه وزارت په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ له کبله يو ناروغ مړ شوی دی چې په ټوليز ډول تر دې مهاله په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له کبله ۱۴۸۰ تنه مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ناروغۍ ۱۹۰ تنه رغېدلي دي، چې په دې سره د بېرته رغېدلو کسان شمېر ۳۳ زره او ۳۰۸ تنو ته ورسېد.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaiwnuo49nui1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته