د لغمان ولایت مرکز مهترلام کې د پولیسو پر موټر چسپکي ماین چاودنه شوې چې له کبله یې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
لغمان کې چاودنې اته کسانو ته مرګژوبله اړولې
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 میزان 1399 ساعت 11:50
د لغمان ولایت مرکز مهترلام کې د پولیسو پر موټر چسپکي ماین چاودنه شوې چې له کبله یې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چاودنه نن سهار د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ پر منسوبیونو شوې چې اته کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په لغمان ولایت کې په دې وروستیو کې چسپکي ماین چاودنې زیاتې شوې دي تر درې وړاندې د دغه ولایت پر والي او د ولایتي شورا پر رئیس هم چاودنه شوې وه چې والي ترې روغ وتلی و خو د ولایتي شورا رئیس د سختو ټپونو له کبله په روغتون کې ساه ورکړه.
د مطلب کود: 220725