د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چاودنه نن سهار د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ پر منسوبیونو شوې چې اته کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په لغمان ولایت کې په دې وروستیو کې چسپکي ماین چاودنې زیاتې شوې دي تر درې وړاندې د دغه ولایت پر والي او د ولایتي شورا پر رئیس هم چاودنه شوې وه چې والي ترې روغ وتلی و خو د ولایتي شورا رئیس د سختو ټپونو له کبله په روغتون کې ساه ورکړه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)