افغان امنیتي ځواکونو د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال ځانمرګي برید ته چمتو شوي دوه واسکټونه ترلاسه کړي دي.
ننګرهار کې ځانمرګي برید چمتو دوه واسکټونه نیول شوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 میزان 1399 ساعت 13:00
افغان امنیتي ځواکونو د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال ځانمرګي برید ته چمتو شوي دوه واسکټونه ترلاسه کړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن(چهارشنبه، ۲۳تلې) اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، امنیتي ځواکونو تیره ورځ د سپین غر ولسوالۍ په مربوطاتو کې عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې یې د ځانمرګو بریدونو د دوو واسکټونو تر څنګ درې د هوان مرمۍ، څلور لاسي بمونه او...
... ګڼ شمیر نور چاودیدونکي توکي ترلاسه کړي دي. هغه زیاته کړه: «د دولت وسله والو مخالفینو غوښتل په دې سره د عامو خلکو په منځ کې چاودنه ورکړي او بې ګناه خلک ووژني، خو ځواکونه وتوانیدل چې د مخالفینو دغه پلان شند کړي.»
تراوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي
د مطلب کود: 220732