کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له افغانستانه د امریکايي سرتېرو پر ایستلو د ټرمپ بیاځلی ټینګار

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 میزان 1399 ساعت 12:44

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ له افغانستانه د ټولو امریکایي سرتېرو د ایستلو لپاره خپله ژمنه بیا تازه کړه او ویې‌ویل چې ډېر ژر به په افغانستان کې ډېر ځواکونه بېرته هېواد ته ستانه کړي.



ټرمپ د انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې دغه ژمنه پرون د امریکا په اوهایو ایالت کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې وکړه.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې ټرمپ چې هڅه کوي په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي، وویل چې د افغانستان په اړه‌یې تقریباً مأموریت بشپړ شوی او زیاته‌یې کړه ده غوښتل چې په دې هېواد کې د ځواکونو شمېر کم کړي.
ټرمپ هیله څرګنده کړه چې دغه لږ شمېر سرتېري به د روان کال تر پایه یا له هغې وروسته له دې هېواده وباسي.
تر دې مخکې ټرمپ تېره اوونۍ ویلي و چې په افغانستان کې پاتې لږ شمېر سرتېري به د روان کال تر پایه تر کرسمس پورې له دې هېواده وباسي.
له طالبانو سره د امریکا د فبرورۍ د ۲۹مې د سولې تړون له مخې به ټول امریکایي سرتېري د دغه تړون تر لاسلیک وروسته په ۱۴ میاشتو کې له افغانستانه ووځي.
 


د مطلب کود: 220795

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/220795/له-افغانستانه-د-امریکايي-سرتېرو-پر-ایستلو-ټرمپ-بیاځلی-ټینګار

آوا
  https://www.avapress.com