کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې د موټربم چاودنې مخه نیول شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 میزان 1399 ساعت 15:54

د کورنیو چارو وزارت وایي، کابل کې یې نن له غرمې وروسته د یو موټربم چاودنې مخه نیولې ده.


د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، د کابل د دروازو د کنډک پولیسو د یو کرولا ډوله موټر چې له چاودېدونکو توکو بار و او غوښتل یې کابل ښار کې ورته چاودنه ورکړي مخه نیولې ده.

نوموړی وایي، پولیسو په دغه موټر کې ټول چاودېدونکي توکي خنثی کړي او د دې قضیې په تړاو یې درې تنه نیولي دي.


د مطلب کود: 220815

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/220815/کابل-کې-د-موټربم-چاودنې-مخه-نیول-شوې

آوا
  https://www.avapress.com