کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امرالله صالح د کابل امنیتي مسایلو ته د رسېدنې مسوولیت پر غاړه واخیست

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 میزان 1399 ساعت 11:38

د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د نن شنبې له ورځې د څو اونیو لپاره نېغ په نېغه د کابل امنیتي مسایلو ته د رسېدنې مسولیت په غاړه اخلي.


ښاغلي صالح په خپل فیسبوکپاڼه لیکلي، چې دغه مسوولیت یې د ولسمشر اشرف غني په لارښوونه اخیستی او د خلکو امنیت ټینګښت لپاره د قانون پلي کولو پر لاره د «جنایت کوونکو» پر وړاندې هېڅ مصلحت او رحم نه پېژني.
 
صالح لیکلي، چې د غلو، اوباشانو، د خلکو زوروونکو، باج اخیستونکو، له قانون تښتېدونکو، د عامه او خلکو د ځمکو غاصبینو، مکرره مجرمینو او په ښکاره قانون منونکو زورورو نوملړ یې له وړاندې برابر کړی دی. هغه له خلکو غوښتي، چې له امنیتي ځواکونو سره همکار اوسي


د مطلب کود: 220859

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/220859/امرالله-صالح-د-کابل-امنیتي-مسایلو-ته-رسېدنې-مسوولیت-پر-غاړه-واخیست

آوا
  https://www.avapress.com