کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جرمني د سولې خبرو پرمختګ ته خوشبيني څرګنده کړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 میزان 1399 ساعت 11:49

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارک پوتزل په قطر کې له طالب استازو سره په ليدنه کې د سولې روانو خبرو ته خوشبينې څرګنده کړې ده.


د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر نعيم وردک پر خپل ټوېتر ويلي، چې د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارک پوتزل د يوه پلاوي په مشرۍ د طالبانو له هغه پلاوي سره ليدلې چې مشري يې ملا عبدالحق وثيق کوله.
د ډاکټر نعيم په خبره، دواړو لورو د افغانستان د سولې پر روانه پروسه په تفصيل خبرې کړې او د جرمني ځانګړي استازي د طالبانو دا دريځ ستايلی چې د جګړې پر ځای يې د سولې لاره غوره کړې ده.
د يادولو چې دوحه کې شاوخوا يوه مياشت وړاندې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پيل شوې، خو تر دې مهاله د مرکچي پلاوو تماس ډلې نه دي توانېدلي پر طرزالعمل توافق وکړي.
 
 


د مطلب کود: 220914

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/220914/جرمني-د-سولې-خبرو-پرمختګ-ته-خوشبيني-څرګنده-کړه

آوا
  https://www.avapress.com