کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان او پاکستان ترمنځ ۶۰ سلنه سوداګریزې چارې کمې شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 میزان 1399 ساعت 14:49

د افغانستان سوداګرۍ خونه وايي د دغه هېواد او پاکستان ترمنځ ۶۰ سلنه سوداګریزې چارې کمې شوې دي.



د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند نن ازادي راډيو ته وویل، د کرونا ویروس د خپرېدو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لویو لارو له بندېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې ټکنۍ شوې دي.
د ښاغلي یونس په وینا اوس‌مهال په ورځني ډول نږدې ۹۰۰ بار وړونکي موټر پاکستان ته ځي، خو دا په داسې حال کې ده چې تېر کال دغه اندازه ۲ زره بار وړونکو موټرو ته رسېده.
نوموړي وویل، پاکستان ته په تلونکو افغان موټرو د پلټنې په نوم زیات وخت مصرفېږي چې لویه ستونزه‌يې جوړه کړې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویاند جواد دبیر بیا دا ستونزه مني، خو وايي له پاکستاني لوري سره‌يې په اړه خبرې روانې دي څو یاده ستونزه هواره شي.
 


د مطلب کود: 220936

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/220936/د-افغانستان-او-پاکستان-ترمنځ-۶۰-سلنه-سوداګریزې-چارې-کمې-شوي

آوا
  https://www.avapress.com