دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۹
د مطلب کود : 220936
د افغانستان او پاکستان ترمنځ ۶۰ سلنه سوداګریزې چارې کمې شوي
د افغانستان سوداګرۍ خونه وايي د دغه هېواد او پاکستان ترمنځ ۶۰ سلنه سوداګریزې چارې کمې شوې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند نن ازادي راډيو ته وویل، د کرونا ویروس د خپرېدو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لویو لارو له بندېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې ټکنۍ شوې دي.
د ښاغلي یونس په وینا اوس‌مهال په ورځني ډول نږدې ۹۰۰ بار وړونکي موټر پاکستان ته ځي، خو دا په داسې حال کې ده چې تېر کال دغه اندازه ۲ زره بار وړونکو موټرو ته رسېده.
نوموړي وویل، پاکستان ته په تلونکو افغان موټرو د پلټنې په نوم زیات وخت مصرفېږي چې لویه ستونزه‌يې جوړه کړې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویاند جواد دبیر بیا دا ستونزه مني، خو وايي له پاکستاني لوري سره‌يې په اړه خبرې روانې دي څو یاده ستونزه هواره شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchxvni-23niwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته