کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېره یوه شپه او ورځ هېواد کې په «کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته پنځه تنو خپل ژوند بایللی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 میزان 1399 ساعت 14:29

د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۵۲۳ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۸۷ پایلې یې مثبتې وې.


د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، ننګرهار، بامیان، دایکنډي، بادغیس، نیمروز، غزني، پروان و میدان‌وردګ ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۰ زره او ۲۸۷ تنو ته ورسېد.


د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۱۴۶ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۳ زره او ۷۶۰ تنو ته ورسېد.

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته پنځو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر  یو زر او ۴۹۷ تنو ته ورسېد.


د مطلب کود: 221001

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/221001/تېره-یوه-شپه-او-ورځ-هېواد-کې-په-کووېډ۱۹-ناروغۍ-اخته-پنځه-تنو-خپل-ژوند-بایللی

آوا
  https://www.avapress.com