د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وايي، د حیرتان بندر پرانیستل کېدل به د افغانستان او ازبکستان په سوداګریزو اړیکو مثبت اغېز وکړي.
حیرتان بندر د سوداګرو پر مخ پرانیستل شو
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 میزان 1399 ساعت 16:03
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وايي، د حیرتان بندر پرانیستل کېدل به د افغانستان او ازبکستان په سوداګریزو اړیکو مثبت اغېز وکړي.
رحمالدین حاجي اغا نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه بندر له اته میاشتو تړل کېدو وروسته تېره ورځ ناوخته د افغان او ازبک سوداګرو او مسافرو پر مخ پرانیستل شو.
خو نوموړي وویل، لا هم په سرحدي ترمز ښار کې یې د کرونا ویروس ازموینه کېږي او هغه کسان چې ازموینهیې مثبته وي، ازبک مأمورانیې د درملنې لپاره ترمز ښار کې قرنطین کوي او همالتهيې درملنه کېږي.
د حیرتان بندر چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ مهم سوداګریز بندر بلل کېږي، د کرونا ویروس له خپرېدو وړاندې پرې په ورځني ډول سلګونه په سوداګریزو توکو بار موټرو تګ راتګ کاوه.
د راپورونو په اساس د کرونا ویروس له خپرېدو وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ په کلني ډول د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په اندازه سوداګریزه راکړه ورکړه کېده.
د مطلب کود: 221011