د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، په افغانستان کې د روانو ناندریو د حل یوازینۍ لاره بین الافغاني مذاکرات دي.
روحاني: بین الافغاني مذاکرات په افغانستان کې د روانو ستونزو حللاره ده
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 میزان 1399 ساعت 17:05
د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، په افغانستان کې د روانو ناندریو د حل یوازینۍ لاره بین الافغاني مذاکرات دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن له غرمې وروسته د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره لیدلي.
د راپورونو له مخې په دې لیدنه کې د ایران ولسمشرعبدالله عبداالله ته ډاډ ورکړ چې ایران د تل په څېر له افغانستان سره هر راز همکارۍ ته تیار دی.
راپورونه وایي، دواړو لورو د ایران او افغانستان ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو بحث کړی.
د سرچینې په خبره، عبدالله عبدالله په ایران کې د افغانستان د کډوالو د ستونزو پر حل د ایران له ولسمشر حسن روحاني نورو لوړ پوړو چارواکو سره خبري کړې دي.
د مطلب کود: 221017