کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې د ایراني ویزې غوښتونکو د بیمې فعالیتونه وځنډول شول

خبرگزاری صدای افغان(آوا) هرات , 10 جوزا 1401 ساعت 8:38

په هرات کې داسلامي امارت دبهرنيو چارو وزارت داستازى دفتر وايي چې په هرات کې د ايران داسلامي جمهوريت د ويزې غوښتونکو د بيمې ادارې فعاليتونه تر امرثاني پورې ځنډول شوي دي .


افغان غږ خبری آژانس (آوا) - هرات: رحمت الله فیضان؛ په هرات کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي: "د اسلامي امارت د پالیسۍ له مخې چې د بیمې ټول فعالیتونه یې ځنډولي دي، په هرات کې د ایران د بیمې ادارې فعالیتونه ددي امر څخه مستثنی نه دي او تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوي دي."

د باختر آژانس د خبر له مخې: هغه زياته کړه چې د ايران د اسلامي جمهوريت د ويزې غوښتوونکي بايد په هرات کې د ايران د بيمې ادارې ته د بيمې لپاره درخواست ورنکړي او د ايران د بيمې ادارې فعاليتونه تر بل خبرتيا پورې غير قانوني دي.

فيضان زياته کړه، که دغه ادارې خپل فعاليت ته دوام ورکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.

 


د مطلب کود: 253539

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253539/په-هرات-کې-د-ایراني-ویزې-غوښتونکو-بیمې-فعالیتونه-وځنډول-شول

آوا
  https://www.avapress.com