دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۳۸
د مطلب کود : 253539
په هرات کې د ایراني ویزې غوښتونکو د بیمې فعالیتونه وځنډول شول
په هرات کې داسلامي امارت دبهرنيو چارو وزارت داستازى دفتر وايي چې په هرات کې د ايران داسلامي جمهوريت د ويزې غوښتونکو د بيمې ادارې فعاليتونه تر امرثاني پورې ځنډول شوي دي .
افغان غږ خبری آژانس (افغان غږ خبری آژانس) - هرات: رحمت الله فیضان؛ په هرات کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي: "د اسلامي امارت د پالیسۍ له مخې چې د بیمې ټول فعالیتونه یې ځنډولي دي، په هرات کې د ایران د بیمې ادارې فعالیتونه ددي امر څخه مستثنی نه دي او تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوي دي."

د باختر آژانس د خبر له مخې: هغه زياته کړه چې د ايران د اسلامي جمهوريت د ويزې غوښتوونکي بايد په هرات کې د ايران د بيمې ادارې ته د بيمې لپاره درخواست ورنکړي او د ايران د بيمې ادارې فعاليتونه تر بل خبرتيا پورې غير قانوني دي.

فيضان زياته کړه، که دغه ادارې خپل فعاليت ته دوام ورکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.

 
https://avapress.com/vdcc11qio2bqpp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته