دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۵۴
د مطلب کود : 41318
په هرات کې یو ایرانی وګړۍ له ۲۰کیلوګرامه نشه يي موادو سره نیول شوی
دروان کال له پيل راهیسې دا پنځم ایرانی وګړی دی چې په هرات کې د نشه یې موادو د قاچاق په تور نیول کیږي.
د هرات چارواکي وایي، یو ایرانی وګړی یې له شل کیلو ګرامه نشه یې موادو سره نیولی دی.

په لویدیځ کې د څلورم سرحدي زون ویاند شیر احمد ملداني ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه کس تیره ورځ د هرات په ګلران ولسوالۍ کې نیول شوی دی.

د ملداني په خبره نیول شوي کس قصد درلود، چې دغه نشه یې مواد ایران ته انتقال کړي.

ملداني زیاته کړه ، دروان کال له پيل راهیسې دا پنځم ایرانی وګړی دی چې په هرات کې د نشه یې موادو د قاچاق په تور نیول کیږي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcevx8e.jh8zzi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته