کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان څخه پاکستان ته د پسونو د قاچاق په تور لس تنه نیول شوي

11 جوزا 1401 ساعت 13:50

کندهار کې د اسلامي امارت ځايي امنیتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې یې د ډیورنډ فرضي کرښې سره د پسونو د قاچاق په تور لس تنه نیولي دي.


آوا - مانیتورینګ، کندهار ولایت کې د اسلامي امارت د ۲۰۵ البدر قول اردو وياند مولوي شکيب وايي، د دوی امنيتي ځواکونو د تېرو دوو ورځو په جريان کې د افغانستان او پاکستان تر منځ له ډېورنډ قرضي کرښې سره لس تنه د پسونو د قاچاق په تور نيولي دي.

نموړی زياتوي، چې دغو کسانو غوښتل پاکستان هېواد ته ۱۲۰۵ پسونه په قاچاقي ډول انتقال کړي چې د دوی کسانو يې مخه نيولې.

شکیب وایي، تر دې وړاندې يې هم څو ځله پاکستان ته د پسونو او نورو حيواناتو د دغه ډول د قاچاق مخه نيولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو مسوولينو د پسونو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی و. /اطلاعات روز
 


د مطلب کود: 253637

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253637/افغانستان-څخه-پاکستان-ته-د-پسونو-قاچاق-په-تور-لس-تنه-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com