دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 253637
افغانستان څخه پاکستان ته د پسونو د قاچاق په تور لس تنه نیول شوي
کندهار کې د اسلامي امارت ځايي امنیتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې یې د ډیورنډ فرضي کرښې سره د پسونو د قاچاق په تور لس تنه نیولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مانیتورینګ، کندهار ولایت کې د اسلامي امارت د ۲۰۵ البدر قول اردو وياند مولوي شکيب وايي، د دوی امنيتي ځواکونو د تېرو دوو ورځو په جريان کې د افغانستان او پاکستان تر منځ له ډېورنډ قرضي کرښې سره لس تنه د پسونو د قاچاق په تور نيولي دي.

نموړی زياتوي، چې دغو کسانو غوښتل پاکستان هېواد ته ۱۲۰۵ پسونه په قاچاقي ډول انتقال کړي چې د دوی کسانو يې مخه نيولې.

شکیب وایي، تر دې وړاندې يې هم څو ځله پاکستان ته د پسونو او نورو حيواناتو د دغه ډول د قاچاق مخه نيولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو مسوولينو د پسونو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی و. /اطلاعات روز
 
https://avapress.com/vdcbffb5zrhbs0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته