کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سرپل کې د اسلامي امارت او مولوي مهدی مجاهد د ځواکونو تر منځ نښته

خبرگزاری صدای افغان(آوا) مزارشریف , 11 جوزا 1401 ساعت 14:54

د سرپل امنیتي چارواکي وايي، د مولوي مهدي مجاهد د ځواکونو ترمنځ؛ د بامیان د استخباراتو د پخواني رئیس او د «اسلامي امارت» ځواکونو ترمنځ نښته شوې؛ خو تلفات یې نه درلودل.


 آوا - مزارشریف: دین محمد نظری؛ د سرپل د پولیسو ویاند آوا ته وویل:«پرون (سه شنبه د غبرګولي ۱۰مه) د بلخاب په ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د عسکرو او مولوي مهدي مجاهد د ځواکونو ترمنځ لفظي شخړه وشوه چې له امله یې وسله واله نښته رامنځته شوه.

 هغه زياته کړه، چې نښته د ډبرو سکرو د کان د ساتنې پر سر شوې، چې مرګ ژوبله نه لري او د نورو ځواکونو له خوا هواره شوې ده.

 دا په داسې حال کې ده چې د خپرو شویو خبرونو پر بنسټ مهدي مجاهد؛ پر کمین برابر شوي او دوه ملګري یې وژل شوي دي.

 مهدي مجاهد د هېواد په شمال کې د طالبانو د شیعه غړو څخه دی چې له کلونو راهیسې له دوی سره کار کوي. خو وروسته له هغې چې نوموړی د بامیانو د استخباراتو د مشر په توګه وټاکل شو، د طالبانو له یو شمېر نورو غړو سره د هغه د اختلاف راپورونه ورکړل شوي دي.
 


د مطلب کود: 253643

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253643/په-سرپل-کې-د-اسلامي-امارت-او-مولوي-مهدی-مجاهد-ځواکونو-تر-منځ-نښته

آوا
  https://www.avapress.com