دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 253643
په سرپل کې د اسلامي امارت او مولوي مهدی مجاهد د ځواکونو تر منځ نښته
د سرپل امنیتي چارواکي وايي، د مولوي مهدي مجاهد د ځواکونو ترمنځ؛ د بامیان د استخباراتو د پخواني رئیس او د «اسلامي امارت» ځواکونو ترمنځ نښته شوې؛ خو تلفات یې نه درلودل.
 افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: دین محمد نظری؛ د سرپل د پولیسو ویاند افغان غږ خبری آژانس ته وویل:«پرون (سه شنبه د غبرګولي ۱۰مه) د بلخاب په ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د عسکرو او مولوي مهدي مجاهد د ځواکونو ترمنځ لفظي شخړه وشوه چې له امله یې وسله واله نښته رامنځته شوه.

 هغه زياته کړه، چې نښته د ډبرو سکرو د کان د ساتنې پر سر شوې، چې مرګ ژوبله نه لري او د نورو ځواکونو له خوا هواره شوې ده.

 دا په داسې حال کې ده چې د خپرو شویو خبرونو پر بنسټ مهدي مجاهد؛ پر کمین برابر شوي او دوه ملګري یې وژل شوي دي.

 مهدي مجاهد د هېواد په شمال کې د طالبانو د شیعه غړو څخه دی چې له کلونو راهیسې له دوی سره کار کوي. خو وروسته له هغې چې نوموړی د بامیانو د استخباراتو د مشر په توګه وټاکل شو، د طالبانو له یو شمېر نورو غړو سره د هغه د اختلاف راپورونه ورکړل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdci5parpt1awq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته