کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نورستان په ځنګله کې لګیدلي اور مهار شوي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 12 جوزا 1401 ساعت 11:13

نورستان کې د اسلامي امارت چارواکي وایي، د دې ولایت نورګرام ولسوالۍ په ځنګله کې د اور مخه نیول شوي.


آوا – کابل، د نورستان د والي ویاند سیف الدین لټون نن (پنج شنبه،  د غبرګولي ۱۲ مه) په یوه ویډیويي کلیپ کې ویلي، چې د اور د پراخوالي او د زیان ډیریدو مخه یې نیولې او هڅه کوي، چې لګیدلی اور په بشپړ ډول مړ کړي.

دی وایي، په همدې تړاو تېره ورځ (چهارشنبه) له کابل څخه د کورنیو چارو او دفاع وزارت د اور وژنې یو پلاوی هم یاد ولایت ته ورغلی.

سیف الدین لټون زیاتوي، چې یاد پلاوي د ځایي چارواکو او د سیمې له اوسیدونکو سره لیدلي او د هر راز مرستې ډاډ یې ورکړی دی.

د چارواکو د معلوماتو له مخې دا په تیرو دوو اوونیو کې دریم ځل دی، چې د نورستان د بیلابیلو سیمو په ځنګلونو کې اور لګېږي.

د ځایي خلکو د معلوماتو پر اساس اوسنۍ اورلګیدنه د نورګرام ولسوالۍ په یوه ځنګله کې په قصدي ډول رامنځته شوې، چې لامل یې هلته د میشتو دوو قومونو ترمنځ د ځنګله پر سر شخړه ده.
 


د مطلب کود: 253674

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253674/د-نورستان-په-ځنګله-کې-لګیدلي-اور-مهار-شوي

آوا
  https://www.avapress.com