دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۳
د مطلب کود : 253674
د نورستان په ځنګله کې لګیدلي اور مهار شوي
نورستان کې د اسلامي امارت چارواکي وایي، د دې ولایت نورګرام ولسوالۍ په ځنګله کې د اور مخه نیول شوي.
افغان غږ خبری آژانس – کابل، د نورستان د والي ویاند سیف الدین لټون نن (پنج شنبه،  د غبرګولي ۱۲ مه) په یوه ویډیويي کلیپ کې ویلي، چې د اور د پراخوالي او د زیان ډیریدو مخه یې نیولې او هڅه کوي، چې لګیدلی اور په بشپړ ډول مړ کړي.

دی وایي، په همدې تړاو تېره ورځ (چهارشنبه) له کابل څخه د کورنیو چارو او دفاع وزارت د اور وژنې یو پلاوی هم یاد ولایت ته ورغلی.

سیف الدین لټون زیاتوي، چې یاد پلاوي د ځایي چارواکو او د سیمې له اوسیدونکو سره لیدلي او د هر راز مرستې ډاډ یې ورکړی دی.

د چارواکو د معلوماتو له مخې دا په تیرو دوو اوونیو کې دریم ځل دی، چې د نورستان د بیلابیلو سیمو په ځنګلونو کې اور لګېږي.

د ځایي خلکو د معلوماتو پر اساس اوسنۍ اورلګیدنه د نورګرام ولسوالۍ په یوه ځنګله کې په قصدي ډول رامنځته شوې، چې لامل یې هلته د میشتو دوو قومونو ترمنځ د ځنګله پر سر شخړه ده.
 
https://avapress.com/vdccm1qi02bqpe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته