کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان د کرکټ د نړیوال جام په سوپر لیګ کې دریم مقام خپل کړ

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 15 جوزا 1401 ساعت 9:45

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون (شنبه، د جوزا ۱۴) د زمبابوې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د کرکټ د نړیوال جام په سوپر لیګ کې دریم مقام خپل کړ.


آوا، افغانستان په دې بریا سره د کرکټ د نړیوال سوپر لیګ د ۱۳ لوبډلو په جدول کې له هند څخه مخکې شو اودریم ځای یي خپل کړ.
 
د کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې زمبابوې کوربه لوبډلې ته د ۶۰ منډو په توپیر ماتې ورکولو وروسته د جدول په لور پرمختګ وکړ.
 
په دې لوبه کې افغانستان د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۷ منډې هدف وټاکه په مقابل د زیمبابوې لوبډلې د ۲۱۶ منډو په جوړولو سره ماتې وخوړه او لوبه یې وبایلله.
 
د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي د مخالفې لوبډلې څلور لوبغاړي سوځولو او راشد خان او فضل الحق فاروقي دوه دوه لوبغاړي له وسوځول.
 
د زمبابوې پر وړاندې د افغانستان درې یو ورځنۍ لوبې چې د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ نړیوال جام ته د غوراوي پړاو یوه برخه ده، د کرېکټ نړیوال جام سوپر لیګ بلل کېږي.
 
د کرکټ په نړیوال جام کې بنګله دېش، انګلستان او افغانستان په ترتیب سره په لومړي، دویم او دریم مقام کې دي.
 


د مطلب کود: 253788

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253788/افغانستان-د-کرکټ-نړیوال-جام-په-سوپر-لیګ-کې-دریم-مقام-خپل-کړ

آوا
  https://www.avapress.com