دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۵
د مطلب کود : 253788
افغانستان د کرکټ د نړیوال جام په سوپر لیګ کې دریم مقام خپل کړ
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون (شنبه، د جوزا ۱۴) د زمبابوې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د کرکټ د نړیوال جام په سوپر لیګ کې دریم مقام خپل کړ.
افغان غږ خبری آژانس، افغانستان په دې بریا سره د کرکټ د نړیوال سوپر لیګ د ۱۳ لوبډلو په جدول کې له هند څخه مخکې شو اودریم ځای یي خپل کړ.
 
د کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې زمبابوې کوربه لوبډلې ته د ۶۰ منډو په توپیر ماتې ورکولو وروسته د جدول په لور پرمختګ وکړ.
 
په دې لوبه کې افغانستان د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۷ منډې هدف وټاکه په مقابل د زیمبابوې لوبډلې د ۲۱۶ منډو په جوړولو سره ماتې وخوړه او لوبه یې وبایلله.
 
د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي د مخالفې لوبډلې څلور لوبغاړي سوځولو او راشد خان او فضل الحق فاروقي دوه دوه لوبغاړي له وسوځول.
 
د زمبابوې پر وړاندې د افغانستان درې یو ورځنۍ لوبې چې د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ نړیوال جام ته د غوراوي پړاو یوه برخه ده، د کرېکټ نړیوال جام سوپر لیګ بلل کېږي.
 
د کرکټ په نړیوال جام کې بنګله دېش، انګلستان او افغانستان په ترتیب سره په لومړي، دویم او دریم مقام کې دي.
 
https://avapress.com/vdcivparvt1awy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته