کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نورستان او کونړ په ځنګلونو کې اورپه بشپړ ډول کنټرول شوي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 15 جوزا 1401 ساعت 14:23

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د نورستان او کونړ په ځنګلونو کې د اور د بشپړ کنټرول اعلان کړی دی.


آوا، دغه وزارت پرون ناوخته وویل چې ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د کونړ او نورستان په ځنګلونو کې اور لګیدنه دوام لری.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست زیاته کړه، چې د کورنیو چارو وزارت د پېښو د څېړنې او اور وژنې عمومي ریاست د تخنیکي ټیم او د سیمې خلکو په همکارۍ اور په بشپړه توګه کابو کړی ده.

دغه وزارت همداراز زیاته کړه چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مرستیال چې د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ سیمې ته تللی او سیمه ییزو مسوولینو ته یې په راتلونکي کې د دا ډول پېښو د مخنیوي په موخه لازمې لارښوونې کړې دي.

په تېره یوه اوونۍ کې د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ په شمل دره او د کنړ ولایت په ځینو سیمو کې څو جریبه ځنګلونه په قصدي ډول سوځول شوي دي.

اور د دوو قومونو تر منځ تر شخړي وروسته د يوي لوري له خوا سوزول شوى دى.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي د چین له حکومته غوښتي چې د اور په کنټرولولو کې مرسته وکړي.
 


د مطلب کود: 253819

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253819/د-نورستان-او-کونړ-په-ځنګلونو-کې-اورپه-بشپړ-ډول-کنټرول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com