دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۳
د مطلب کود : 253819
د نورستان او کونړ په ځنګلونو کې  اورپه  بشپړ ډول کنټرول شوي
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د نورستان او کونړ په ځنګلونو کې د اور د بشپړ کنټرول اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس، دغه وزارت پرون ناوخته وویل چې ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د کونړ او نورستان په ځنګلونو کې اور لګیدنه دوام لری.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست زیاته کړه، چې د کورنیو چارو وزارت د پېښو د څېړنې او اور وژنې عمومي ریاست د تخنیکي ټیم او د سیمې خلکو په همکارۍ اور په بشپړه توګه کابو کړی ده.

دغه وزارت همداراز زیاته کړه چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مرستیال چې د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ سیمې ته تللی او سیمه ییزو مسوولینو ته یې په راتلونکي کې د دا ډول پېښو د مخنیوي په موخه لازمې لارښوونې کړې دي.

په تېره یوه اوونۍ کې د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ په شمل دره او د کنړ ولایت په ځینو سیمو کې څو جریبه ځنګلونه په قصدي ډول سوځول شوي دي.

اور د دوو قومونو تر منځ تر شخړي وروسته د يوي لوري له خوا سوزول شوى دى.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي د چین له حکومته غوښتي چې د اور په کنټرولولو کې مرسته وکړي.
 
https://avapress.com/vdcdfs0xnyt0kj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته