فاروق وردګ؛ په تېر حکومت کې د پوهنې پخوانی وزیر او د پارلماني چارو کي د دولت وزیر هېواد ته راستون شو. د اسلامي امارت د ارتباطاتو کمیسیون د خبر په تایید سره وايي چې د نورو شخصیتونو د بیرته راګرځولو هڅې روانې دي.
فاروق وردګ هېواد ته راستون شو؛ د نورو شخصیتونو سره اړیکې روانې دي
خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 18 جوزا 1401 ساعت 9:54
فاروق وردګ؛ په تېر حکومت کې د پوهنې پخوانی وزیر او د پارلماني چارو کي د دولت وزیر هېواد ته راستون شو. د اسلامي امارت د ارتباطاتو کمیسیون د خبر په تایید سره وايي چې د نورو شخصیتونو د بیرته راګرځولو هڅې روانې دي.
آوا - کابل: د افغان شخصیتونو د اړیکو د کمیسیون ویاند احمدالله وثیق، آوا ته وویل چې وردګ د چهارشنبه په ورځ (د غبرګولي ۱۸مه) خپل هېواد ته راستون شو او د کابل په هوايي ډګر کې یې د خلکو لخوا تود هرکلی وشو.
ښاغلي وثیق زیاته کړه چې "اسلامي امارت" د پخواني حکومت له نورو سیاستوالو او چارواکو هم غواړي چې خپل وطن ته ستانه شي او د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.
هغه همداراز ټینګار وکړ چې د اړیکو کمېسیون له نورو شخصیتونو سره په تماس کې دی او یو شمېر یې د بېرته ستنېدو ژمنه کړې ده.
فاروق وردګ د کابل په هوايي ډګر کې خبريالانو ته وويل: "دولتي کار بس دى او هغه د خلکو د خدمت لپاره راستون شوى دى."
هغه دا هم وويل، چې جګړه د هېواد د ستونزې د حل لاره نه ده او هغه کسان چې د اوسني رژيم پر وړاندې وسله پورته کوي، بايد له دې کار لاس واخلي.
وردګ په داسې حال کې هېواد ته راستنېږي چې د پوهنې په بودجه کې د میلیونونو ډالرو په اختلاس او د جمهوریت لپاره د کار کولو پر مهال د خیالي ښوونځیو په جوړولو تورن دی.
د يادونې وړ ده، چې له افغان شخصيتونو سره د اړيكو د كميسيون د كار له پيل راهيسې د پخواني حكومت يو شمېر سياستوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د مطلب کود: 253969