دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 253969
فاروق وردګ هېواد ته راستون شو؛ د نورو شخصیتونو سره اړیکې روانې دي
فاروق وردګ؛ په تېر حکومت کې د پوهنې پخوانی وزیر او د پارلماني چارو کي د دولت وزیر هېواد ته راستون شو. د اسلامي امارت د ارتباطاتو کمیسیون د خبر په تایید سره وايي چې د نورو شخصیتونو د بیرته راګرځولو هڅې روانې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان شخصیتونو د اړیکو د کمیسیون ویاند احمدالله وثیق، افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې وردګ د چهارشنبه په ورځ (د غبرګولي ۱۸مه) خپل هېواد ته راستون شو او د کابل په هوايي ډګر کې یې د خلکو لخوا تود هرکلی وشو.

 ښاغلي وثیق زیاته کړه چې "اسلامي امارت" د پخواني حکومت له نورو سیاستوالو او چارواکو هم غواړي چې خپل وطن ته ستانه شي او د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.

 هغه همداراز ټینګار وکړ چې د اړیکو کمېسیون له نورو شخصیتونو سره په تماس کې دی او یو شمېر یې د بېرته ستنېدو ژمنه کړې ده.

 فاروق وردګ د کابل په هوايي ډګر کې خبريالانو ته وويل: "دولتي کار بس دى او هغه د خلکو د خدمت لپاره راستون شوى دى."

 هغه دا هم وويل، چې جګړه د هېواد د ستونزې د حل لاره نه ده او هغه کسان چې د اوسني رژيم پر وړاندې وسله پورته کوي، بايد له دې کار لاس واخلي.

 وردګ په داسې حال کې هېواد ته راستنېږي چې د پوهنې په بودجه کې د میلیونونو ډالرو په اختلاس او د جمهوریت لپاره د کار کولو پر مهال د خیالي ښوونځیو په جوړولو تورن دی.

 د يادونې وړ ده، چې له افغان شخصيتونو سره د اړيكو د كميسيون د كار له پيل راهيسې د پخواني حكومت يو شمېر سياستوال هېواد ته راستانه شوي دي.
 
 
https://avapress.com/vdcjmte8huqeihz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته