دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۶
د مطلب کود : 258563
د کندهار منډیګک ماڼۍ، د ملا هبت الله په مشرۍ د اسلامي امارت د کابینې دریمه غونډه جوړه سوه
د ځینو سیمه ییزو سرچینو په وینا، ټاکل شوې چې په راتلونکو څو ورځو کې د ملا هبت الله اخندزاده په مشرۍ د اسلامي امارت د کابینې دریمه غونډه د کندهار ولایت په منډیګک ماڼۍ کې ترسره شي.
افغان غږ خبری آژانس: د کندهار ولایت سیمه ییزې سرچینې نن (سه شنبه، سنبلي ۲۲) وايي، چې د اسلامي امارت سرپرست وزیران د کابینې په غونډه کې د ګډون په موخه کندهار ته تللي دي.
 
د سرچینې په وینا د ملا هبت الله په مشرۍ د اسلامي امارت د کابینې دریمه غونډه په منډیګک ماڼۍ کې ترسره شي.
 
د سرچینو د معلوماتو په اساس په پام کې ده چې د اسلامي امارت مسؤلین د دغې ډلې د نړیوال مشروعیت، تر شپږم ټولګي پورې د نجونو د تعلیم، اقتصادي وضعیت او امنیت په اړه بحث او نظر تبادله کړي.
 
د یادولو وړ ده چې د ملا هیبت الله په مشرۍ د اسلامي امارت د کابینې په دویمه غونډه کې هم ښځینه زده کوونکو ته تر شپږم ټولګي پورې د زده کړې زمینه برابره شوه خو دا پرېکړه ډېر ژر لغوه شوه او د نجونو د ښوونځيو دروازې تړلې پاتې شوې.
 
https://avapress.com/vdcepv8wxjh8nni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته