کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سینټ پیټرزبورګ نړیواله غونډه؛ له اسلامي امارت سره د اړیکو د عادي کولو په لور یو ګام

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 18 جوزا 1401 ساعت 11:56

د روسیې خبري اژانسونو خبر ورکړی چې په مسکو کې د اسلامي امارت د سفارت مشر به د سنټ پیترزبورګ په نړیوال اقتصادي غونډه کې د افغانستان استازیتوب وکړي. په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دغه اقدام له اسلامي امارت سره د اړیکو د عادي کولو په لور یو ګام بللی دی.


آوا، په مسکو کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت رئیس جمال عبدالناصر غروال په سنټ پیترزبورګ کې د نړیوال اقتصادي غونډې ته بلل شوی دی او هغه به په غونډه کې ګډون وکړي.
 
د سینټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي غونډه به "په نوې نړۍ کې نوي فرصتونه" تر عنوان لاندې د جون په ۸ مه په سنټ پیټرزبورګ کې ترسره شي.
 
روسیه تر اوسه پوري اسلامي امارت په رسمیت نه دی پیژندلی خو د افغانستان د سفارت مسووليت يې د دې ډلې استازي ته سپارلى دى.
 
 


د مطلب کود: 253984

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253984/د-سینټ-پیټرزبورګ-نړیواله-غونډه-له-اسلامي-امارت-سره-اړیکو-عادي-کولو-په-لور-یو-ګام

آوا
  https://www.avapress.com