دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۶
د مطلب کود : 253984
د سینټ پیټرزبورګ نړیواله غونډه؛ له اسلامي امارت سره د اړیکو د عادي کولو په لور یو ګام
د روسیې خبري اژانسونو خبر ورکړی چې په مسکو کې د اسلامي امارت د سفارت مشر به د سنټ پیترزبورګ په نړیوال اقتصادي غونډه کې د افغانستان استازیتوب وکړي. په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دغه اقدام له اسلامي امارت سره د اړیکو د عادي کولو په لور یو ګام بللی دی.
افغان غږ خبری آژانس، په مسکو کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت رئیس جمال عبدالناصر غروال په سنټ پیترزبورګ کې د نړیوال اقتصادي غونډې ته بلل شوی دی او هغه به په غونډه کې ګډون وکړي.
 
د سینټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي غونډه به "په نوې نړۍ کې نوي فرصتونه" تر عنوان لاندې د جون په ۸ مه په سنټ پیټرزبورګ کې ترسره شي.
 
روسیه تر اوسه پوري اسلامي امارت په رسمیت نه دی پیژندلی خو د افغانستان د سفارت مسووليت يې د دې ډلې استازي ته سپارلى دى.
 
 
https://avapress.com/vdcg7w9xtak9ny4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته