دخپریدو نیټه :جمعه ۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 174575
روسیه: طالبانو څخه ملاتړ په لټه کې نه یو
روسیه سفارت یو دیپلومات په کابل کې ویلی دی چی د طالبانو نمایندګانواو مسکو ترمنځ اړیکې، یواځی ددی ډلې سره د افغانستان له لوری سلوې مذاکراتو تسهیل مقصد دی.

البرت خوزف، روسیه سفارت معاون په کابل کي یو ناسته کې چی د مسکو کنفرانس نتایجو څیړلو لپاره ترسره شوی وو، وویل چی روسیه هیڅ ډولت ملاتړ د طالبانو څخه نه کوی.
ښاغلی خوزف وویل: هیڅ ډول ملاتړ د روسیه له لوری د طالبانو لپاره شتون نه لری. برقراره شوی اړیکې یواځی د افغانستان سولې مذاکراتو څخه ملاتړ دی.
مسکو ناسته، د نوامبر میاشتی په نهمه، د طالبانو نمایندګان، افغانستان سولې عالی شورا غړۍ او دوولس هیوادونو نمایندګان د یو میز پر سر راټول کړ ترڅو په افغانستان کې سولې عملی لاری وڅیړل شی. په دی ناسته کې، افغاسنتان دولت هیڅ رسمی نماینده نه دی اعزام کړی.
عطا الرحمان سلیم، د سولې عالی شورا معاونینو څخه وویل چی روسیه د مسکو ناستې فرصت څخه ونه توانیدل چی د افغانستان سولې لپاره لازم ګټه پورته کړی.
ښاغلی سلیم وویل چی د هغه پرځای، مسکو ناسته د طالبانو لپاره تبلیغاتی بلندګو باندی بدل شو.
د افغانستان دولت هروخت ټینګار کړی چی هر ډول سولې مذاکرات د طالابنو سره، باید ددی هیواد رسمی مدیریت او ابتکاراتو سره ترسره شی.
خو طالبان ویلی دی چی حاضر نه دی د امریکا ملاتړ لاندی دولت سره په افغانستان کې مذاکره وکړی
https://avapress.com/vdcefe8znjh8fni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته