کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا: اسراییل په سیمه کې د کړکېچ او بې ثباتۍ لامل دی

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 18 جوزا 1401 ساعت 12:04

د ملګرو ملتو د بشری حقوقو شورا صهیونیسټ رژیم په سیمه کښې د کړکیچ او بې ثباتۍ اصلی عامل وباله .


آوا، د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې د بشری حقونو د څیړلو لپاره د ملګرو ملتونو کمیټې په خپل تازه راپور کې ویلی چې د صهیونیسټی رژیم دوامدار نیواک او د فلسطینیانو په وړاندې تبعیض د پرله پسې بحرانونو او بې ثباتیو دوه اصلی لاملونه دی.
 
په راپور کې ټینګار شوی چې جبري بې ځایه کیدل او ګواښونه، د فلسطینیانو د کورونو او میشت ځایونو ویجاړول، تاوتریخوالی او د غزې محاصره د تاوتریخوالي او کړکیچ له لاملونو څخه دي.
 
دملګروملتونو دبشری حقوقو دکمیسیون مشر زیاته کړه دصهیونیسټ رژیم نه مجازات دفلسطین دخلکو قهر او کرکه لازیاته کړې ده .
 
د اسراييلو د بهرنيو چارو وزارت دغه راپور يو طرفه او له کرکې ډک بللی او د ملګرو ملتونو ادارې د اسراييلو پر ضد د بشري حقونو د شورا د هڅو د يوې برخې په توګه د اسرائيلو د غندلو هڅه کوي.
 
ټاکل شوې د فلسطین په نیواکي سیمو کې د بشري حقونو په اړه د تحقیقاتو د کمیټې راپور د جون په دیارلسمه نیټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په پنځوسمه غونډه کې وړاندې شي.
 


د مطلب کود: 253985

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253985/د-ملګرو-ملتونو-بشري-حقونو-شورا-اسراییل-په-سیمه-کې-کړکېچ-او-بې-ثباتۍ-لامل-دی

آوا
  https://www.avapress.com