دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۴
د مطلب کود : 253985
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا: اسراییل په سیمه کې د کړکېچ او بې ثباتۍ لامل دی
د ملګرو ملتو د بشری حقوقو شورا صهیونیسټ رژیم په سیمه کښې د کړکیچ او بې ثباتۍ اصلی عامل وباله .
افغان غږ خبری آژانس، د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې د بشری حقونو د څیړلو لپاره د ملګرو ملتونو کمیټې په خپل تازه راپور کې ویلی چې د صهیونیسټی رژیم دوامدار نیواک او د فلسطینیانو په وړاندې تبعیض د پرله پسې بحرانونو او بې ثباتیو دوه اصلی لاملونه دی.
 
په راپور کې ټینګار شوی چې جبري بې ځایه کیدل او ګواښونه، د فلسطینیانو د کورونو او میشت ځایونو ویجاړول، تاوتریخوالی او د غزې محاصره د تاوتریخوالي او کړکیچ له لاملونو څخه دي.
 
دملګروملتونو دبشری حقوقو دکمیسیون مشر زیاته کړه دصهیونیسټ رژیم نه مجازات دفلسطین دخلکو قهر او کرکه لازیاته کړې ده .
 
د اسراييلو د بهرنيو چارو وزارت دغه راپور يو طرفه او له کرکې ډک بللی او د ملګرو ملتونو ادارې د اسراييلو پر ضد د بشري حقونو د شورا د هڅو د يوې برخې په توګه د اسرائيلو د غندلو هڅه کوي.
 
ټاکل شوې د فلسطین په نیواکي سیمو کې د بشري حقونو په اړه د تحقیقاتو د کمیټې راپور د جون په دیارلسمه نیټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په پنځوسمه غونډه کې وړاندې شي.
 
https://avapress.com/vdch6xnim23nmwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته