کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د تحریک طالبان پاکستان او افغانستان په اړه پرېکړې پارلمان ته وسپارلي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 22 جوزا 1401 ساعت 13:53

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداری د واکمن ګوند له چارواکو سره په لیدنه کې له تحریک طالبان پاکستان او اسلامي امارت سره د خبرو په اړه هر ډول پرېکړه پارلمان ته وسپاره.


آوا، د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، دغه غونډه د یکشنبې په ورځ (جوزا ۲۲ مه) د ګوندونو د لوړپوړو چارواکو په کچه جوړه شوه.
 
په دې غونډه کې یو شمېر قومي مشرانو هم ګډون کړی و چې په کابل کې د پاکستان او ټي ټي پي په وروستیو خبرو کې ګډون کړی و.
 
دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان او ټي ټي پي تر منځ په خبرو کې پر غیر محدوده اوربند موافقه شوې ده.
 


د مطلب کود: 254117

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254117/د-پاکستان-بهرنیو-چارو-وزیر-تحریک-طالبان-او-افغانستان-په-اړه-پرېکړې-پارلمان-ته-وسپارلي

آوا
  https://www.avapress.com