کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بدخشان د مرکز د پاکولو په موخه حشر پیل شوه

خبرگزاری صدای افغان(آوا) مزارشریف , 22 جوزا 1401 ساعت 14:22

د بدخشان ولایت سیمه ییزو چارواکو د فیض اباد ښار د پاکولو په موخه د ولسي پاڅون اعلان کړی او ویلي یې دي چې دغه پروګرام به لس ورځې دوام وکړي.


آوا - مزارشریف: د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس معاذ الدین احمدي په دې اړه آوا ته وویل: د فیض آباد ښار د عامه پاکونې کمپاین نن یکشنبه د غبرګولي ۲۲ مه د دولتي ادارو د مسوولینو او کارکوونکو په حضور کې پیل شو او لس ورځې به دوام وکړي.
 
د هغه په ​​وينا، دغه پروګرام د چاپېريال ساتنې رياست او د فيض اباد ښاروالۍ له خوا د چاپېريال ساتنې اونۍ په مناسبت پيل شوى او ټول ښار به له کثافاتو پاک شي.
 
دغه پروګرام په داسې حال کې پيل شو، چې د فيض اباد ښاريانو تر دې وړاندې په ښار کې د کثافاتو د توليد له زياتوالي څخه شکايت کاوه او له دولت څخه يې د ښار پاکوالي ته د جدي پاملرنې غوښتنه کوله.
 


د مطلب کود: 254120

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254120/د-بدخشان-مرکز-پاکولو-په-موخه-حشر-پیل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com