دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۲
د مطلب کود : 254120
د بدخشان د مرکز د پاکولو په موخه حشر پیل شوه
د بدخشان ولایت سیمه ییزو چارواکو د فیض اباد ښار د پاکولو په موخه د ولسي پاڅون اعلان کړی او ویلي یې دي چې دغه پروګرام به لس ورځې دوام وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس معاذ الدین احمدي په دې اړه افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د فیض آباد ښار د عامه پاکونې کمپاین نن یکشنبه د غبرګولي ۲۲ مه د دولتي ادارو د مسوولینو او کارکوونکو په حضور کې پیل شو او لس ورځې به دوام وکړي.
 
د هغه په ​​وينا، دغه پروګرام د چاپېريال ساتنې رياست او د فيض اباد ښاروالۍ له خوا د چاپېريال ساتنې اونۍ په مناسبت پيل شوى او ټول ښار به له کثافاتو پاک شي.
 
دغه پروګرام په داسې حال کې پيل شو، چې د فيض اباد ښاريانو تر دې وړاندې په ښار کې د کثافاتو د توليد له زياتوالي څخه شکايت کاوه او له دولت څخه يې د ښار پاکوالي ته د جدي پاملرنې غوښتنه کوله.
 
https://avapress.com/vdcj8xe8yuqeivz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته