کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوست د جلغوزیو په ځنګلونو کې اورلګېدنه ۹۰ سلنه اور کابو شوي دي

23 جوزا 1401 ساعت 14:18

د خوست ولایت مقام د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د جلغوزو په ځنګلونو کې اورلګیدنه دویمې ورځې ته داخله شوې، خو د سیمې خلک وايي، چې ۹۰ سلنه اور کابو شوي دي.


آوا، د خوست ولایت اوسیدونکي چې د اور د کابو کولو هڅې کوي وايي: تر اوسه پورې اور نه دی وژل شوی.
 
خو ځايي سرچينې وايي، چې د اور ۹۰ سلنه د خلکو په مرسته کابو شوي دي.
 
په خوست ولایت کې د اسلامي امارت مسؤلین د اور لګېدنې په اړه څه نه وايي او لامل یې هم معلوم نه دی.
 
تر دې مخکې د نورستان په ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله څه باندې ۶۸ هکتاره ځنګلونه سوځول شوي وو.
 


د مطلب کود: 254184

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254184/د-خوست-جلغوزیو-په-ځنګلونو-کې-اورلګېدنه-۹۰-سلنه-اور-کابو-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com