کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملا برادر په کندهار کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه لیدنه وکړه

23 جوزا 1401 ساعت 15:44

د ملا عبدالغني برادر؛ د رئیس الوزرا مرستیال کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې په جنوب لویدیځ زون کې د اسلامي او ملي پولیسو له روزنیز مرکز څخه لیدنه وکړه.


آوا – کندهار، په دغه لیدنه کې چې نن دوشنبه د غبرګولي ۲۳ مه تر سره شوه، ملا عبدالغني برادر د اسلامي نظام پر ارزښت خبرې وکړې او ملي پولیسو ته یې په خطاب کې وویل: اوسنی نظام د شهیدانو د پاکي وینه له برکته رامنځته شوی دی.
 
هغه زیاته کړه، افغانستان د کفارو له اشغال څخه ازاد شوی او اوس د اسلامي امارت مجاهدینو بشپړ حاکمیت لري، نو لکه څنګه چې د کفارو پر وړاندې جګړه اړینه وه، همداسې د دغه نظام ساتنه هم اړینه ده.
 
د رئیس الوزرا مرستیال د کندهار چارواکو ته په خطاب کې وویل: مشران باید له ځوانانو سره شفقت او مهربانی ولری، ځوانان باید د مشرانو درناوی وکړی او د یتیمانو او شهیدانو کورنیو ته هم ښه راغلاست ووایی.
 
ملا عبدالغني برادر زیاته کړه: د اسلامي نظام راتلل او بریا یوازې د اسلامي امارت د مجاهدینو بریا نه ده، بلکې د ټول افغانستان د ملت بریا ده، ځکه دا ولس او ملت له ټولو سره مخامخ دی.
 


د مطلب کود: 254193

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254193/ملا-برادر-په-کندهار-کې-د-پولیسو-له-روزنیز-مرکز-څخه-لیدنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com