کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو سره سره بیا هم ښځې باثباته دي

24 جوزا 1401 ساعت 11:17

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) چې افغانستان ته د یوه پلاوي مشري یې کړې وه، د سوداګرو ښځو له یوې ډلې سره په لیدنه کې وویل، "په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو سره سره، ښځې باثباته پاتې دي." نوموړي دغه راز يادونه وکړه، چې ډېر ماشومان په ځانګړې توګه نجونې له زده کړو بې برخې دي.


آوا، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) کایلي.ټي.کلیمنټ نن (سه شنبه د غبرګولي ۲۴مه) په خپل ټویټر کې لیکلي چې افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې یې د هرات ولایت د ښځو له یوې ډلې سره وکتل.
 
هغې لیکلي، «په افغانستان کې د لسیزو جګړو سره سره، ښځې لا هم باثباته دي.
 
نوموړې دغه څرګندونې په هرات کې د ښځو له سوداګریز مرکز څخه د لیدنې پر مهال وکړې.
 
هغه زیاته کړه، «په افغانستان کې په میلیونونو ماشومان له ښوونځیو څخه وتلي، چې یوه لویه سلنه یې نجونې دي.
 
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مشرۍ دوه ورځې وړاندې یو پلاوی افغانستان ته راغلي و چې په افغانستان کې د ښځو، کډوالو او د بشري حقونو وضعیت له نږدې وڅاري.
 


د مطلب کود: 254226

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254226/په-افغانستان-کې-د-څو-لسیزو-جګړو-سره-بیا-هم-ښځې-باثباته-دي

آوا
  https://www.avapress.com