دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 254226
په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو سره سره بیا هم ښځې باثباته دي
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) چې افغانستان ته د یوه پلاوي مشري یې کړې وه، د سوداګرو ښځو له یوې ډلې سره په لیدنه کې وویل، "په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو سره سره، ښځې باثباته پاتې دي." نوموړي دغه راز يادونه وکړه، چې ډېر ماشومان په ځانګړې توګه نجونې له زده کړو بې برخې دي.
افغان غږ خبری آژانس، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) کایلي.ټي.کلیمنټ نن (سه شنبه د غبرګولي ۲۴مه) په خپل ټویټر کې لیکلي چې افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې یې د هرات ولایت د ښځو له یوې ډلې سره وکتل.
 
هغې لیکلي، «په افغانستان کې د لسیزو جګړو سره سره، ښځې لا هم باثباته دي.
 
نوموړې دغه څرګندونې په هرات کې د ښځو له سوداګریز مرکز څخه د لیدنې پر مهال وکړې.
 
هغه زیاته کړه، «په افغانستان کې په میلیونونو ماشومان له ښوونځیو څخه وتلي، چې یوه لویه سلنه یې نجونې دي.
 
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مشرۍ دوه ورځې وړاندې یو پلاوی افغانستان ته راغلي و چې په افغانستان کې د ښځو، کډوالو او د بشري حقونو وضعیت له نږدې وڅاري.
 
https://avapress.com/vdcgxt9x3ak9nx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته