کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډاکټر عبدالله په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 24 جوزا 1401 ساعت 11:44

د ملي مصالحې عالي شورا پخواني رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر بهادر امینیان سره وکتل.


آوا، ډاکټر عبدالله عبدالله پر خپل ټویټر لیکلي، چې په دې لیدنه کې یې پر وروستیو سیاسي تحولاتو، دوه اړخیزو اړیکو او له افغان ولس څخه د ملاتړ پر لارو چارو خبرې وکړې.
 
باید وویل شي، چې ډاکټر عبدالله هند ته د ۴۳ ورځني سفر وروسته هیواد ته راستون شو او د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په ګډون یې له یو شمېر سیاسي څېرو سره وکتل.
 
ډاکټر عبدالله په کابل کې د پاکستان له سفیر سره هم لیدلي، چې ویل کېږي د هېواد پر سیاسي وضعیت او د خلکو د ملاتړ پر لارو چارو یې خبرې کړې دي.
 


د مطلب کود: 254232

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254232/ډاکټر-عبدالله-په-کابل-کې-د-ایران-اسلامي-جمهوریت-له-سفیر-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com