دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 254232
ډاکټر عبدالله په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل
د ملي مصالحې عالي شورا پخواني رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر بهادر امینیان سره وکتل.
افغان غږ خبری آژانس، ډاکټر عبدالله عبدالله پر خپل ټویټر لیکلي، چې په دې لیدنه کې یې پر وروستیو سیاسي تحولاتو، دوه اړخیزو اړیکو او له افغان ولس څخه د ملاتړ پر لارو چارو خبرې وکړې.
 
باید وویل شي، چې ډاکټر عبدالله هند ته د ۴۳ ورځني سفر وروسته هیواد ته راستون شو او د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په ګډون یې له یو شمېر سیاسي څېرو سره وکتل.
 
ډاکټر عبدالله په کابل کې د پاکستان له سفیر سره هم لیدلي، چې ویل کېږي د هېواد پر سیاسي وضعیت او د خلکو د ملاتړ پر لارو چارو یې خبرې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdcdso0xxyt0kx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته