د مکسیکو غلو په لویدیځ کې ۲۰ کانټینرونه غلا کړي چې د سرو زرو او سپینو زرو ډک دي.
په مکسیکو کې د سرو زرو او سپینو زرو شل کانټینرونه غلا شوي
خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 24 جوزا 1401 ساعت 14:58
د مکسیکو غلو په لویدیځ کې ۲۰ کانټینرونه غلا کړي چې د سرو زرو او سپینو زرو ډک دي.
آوا، د مکسیکو چارواکو د دوشنبې په ورځ د لومړنیو راپورونو له مخې د منزانیلو په لوېدیځ بندر کې د څه باندې ۲۰ کانتینرونو، چې په ځینو کې یې سره زر او سپین زر بار وو، د غلا کېدو خبر ورکړل.
د آی اف پي په وینا، ځینو مکسیکي رسنیو دا د "پیړۍ غلا" بللې چې د جون په پنځمه د بحر الکاہل په ساحل کې د مکسیکو په اصلي سوداګریز بندر کې په یوه شخصي ودانۍ کې ترسره شوه.
د کولیما په بندر کې یوه امنیتي چارواکي ګوستاو اډریان رسنیو ته ویلي، چې دغه جنایتکارې ډلې بیا له کرینونو او لاریو څخه کار د لسو ساعتونو لپاره واخیست ترڅو کانټینرونه غلا کړي.
د مکسیکو د ګمرکونو رییس هوراسیو دورات اولیوارس د یوې منظمې ډلې د استولو خبرې وکړې او د څیړنې پیل یې اعلان کړ.
د مطلب کود: 254253