افغان غږ خبری آژانس، د مکسیکو چارواکو د دوشنبې په ورځ د لومړنیو راپورونو له مخې د منزانیلو په لوېدیځ بندر کې د څه باندې ۲۰ کانتینرونو، چې په ځینو کې یې سره زر او سپین زر بار وو، د غلا کېدو خبر ورکړل.
د آی اف پي په وینا، ځینو مکسیکي رسنیو دا د "پیړۍ غلا" بللې چې د جون په پنځمه د بحر الکاہل په ساحل کې د مکسیکو په اصلي سوداګریز بندر کې په یوه شخصي ودانۍ کې ترسره شوه.
د کولیما په بندر کې یوه امنیتي چارواکي ګوستاو اډریان رسنیو ته ویلي، چې دغه جنایتکارې ډلې بیا له کرینونو او لاریو څخه کار د لسو ساعتونو لپاره واخیست ترڅو کانټینرونه غلا کړي.
د مکسیکو د ګمرکونو رییس هوراسیو دورات اولیوارس د یوې منظمې ډلې د استولو خبرې وکړې او د څیړنې پیل یې اعلان کړ.