کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل په وروستیو چاودنو کې د لاس لرلو په تور درې تنه نیول شوي دي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 25 جوزا 1401 ساعت 10:25

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر لیکلي چې د کابل ښار په څلورمه حوزه کې یې درې تنه د کابل په وروستیو چاودنو کې د لاس لرلو په تور نیولي دي.


آوا - کابل: مجاهد زیاتوي چې یادو دریو تنو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او زیاته کړې یې ده چې د عامه نظم د ګډوډولو او امنیت د ګډوډولو په موخه یې دغه ناوړه کړنې د پیسو په بدل کې ترسره کولې.
 
د کابل امنیه قوماندانۍ هم په کابل کې د وروستیو چاودنو په تړاو د درېیو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
 
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران وايي، دغه کسان د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د سلیم کاروان په سیمه کې نیول شوي دي.
 
کابل ښار په دې وروستیو کې د خونړیو چاودنو شاهد دی چې په بېلابېلو پېښو کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.
 


د مطلب کود: 254280

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254280/د-کابل-په-وروستیو-چاودنو-کې-لاس-لرلو-تور-درې-تنه-نیول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com