دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 254280
د کابل په وروستیو چاودنو کې د لاس لرلو په تور درې تنه نیول شوي دي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر لیکلي چې د کابل ښار په څلورمه حوزه کې یې درې تنه د کابل په وروستیو چاودنو کې د لاس لرلو په تور نیولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: مجاهد زیاتوي چې یادو دریو تنو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او زیاته کړې یې ده چې د عامه نظم د ګډوډولو او امنیت د ګډوډولو په موخه یې دغه ناوړه کړنې د پیسو په بدل کې ترسره کولې.
 
د کابل امنیه قوماندانۍ هم په کابل کې د وروستیو چاودنو په تړاو د درېیو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
 
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران وايي، دغه کسان د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د سلیم کاروان په سیمه کې نیول شوي دي.
 
کابل ښار په دې وروستیو کې د خونړیو چاودنو شاهد دی چې په بېلابېلو پېښو کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcg7t9xzak9nx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته