کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزني کې ترافیکي پېښې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

خبرگزاری صدای افغان(آوا) غزنی , 26 جوزا 1401 ساعت 9:06

د غزني ولایت د مرکز اړوند روضې سیمه کې سیمه ییزو سرچینو ویلي، د یو فیلډر او ۴۰۴ موټرو د ټکر له امله دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.


آوا، په غزني ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، دغه پېښه نن (پنجشنبه د غبرګولي ۲۶) د یو فیلډر او ۴۰۴ موټرو له ټکر وروسته درې بجې رامنځته شوې ده.
 
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ترافيکي پېښه د غزني ولايت له مرکز څخه د روضې په سيمه کې رامنځته شوې، چې له امله يې د فیلډر موټر دوه تنه سپرلۍ وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
 
سرچینه زیاتوي، چې له پېښې وروسته د ۴۰۴ ډوله موټر چلوونکی له سیمې تښتېدلی دی.
 
دا په روانه اونۍ کې دویمه ترافیکي پېښه ده.
 


د مطلب کود: 254325

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254325/غزني-کې-ترافیکي-پېښې-۶-تنو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې-ده

آوا
  https://www.avapress.com