دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۶
د مطلب کود : 254325
غزني کې ترافیکي پېښې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د غزني ولایت د مرکز اړوند روضې سیمه کې سیمه ییزو سرچینو ویلي، د یو فیلډر او ۴۰۴ موټرو د ټکر له امله دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس، په غزني ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، دغه پېښه نن (پنجشنبه د غبرګولي ۲۶) د یو فیلډر او ۴۰۴ موټرو له ټکر وروسته درې بجې رامنځته شوې ده.
 
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ترافيکي پېښه د غزني ولايت له مرکز څخه د روضې په سيمه کې رامنځته شوې، چې له امله يې د فیلډر موټر دوه تنه سپرلۍ وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
 
سرچینه زیاتوي، چې له پېښې وروسته د ۴۰۴ ډوله موټر چلوونکی له سیمې تښتېدلی دی.
 
دا په روانه اونۍ کې دویمه ترافیکي پېښه ده.
 
https://avapress.com/vdcgxt9xnak9nw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته