د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینیټ وویل، په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي لوړول د اجنډا په سر کې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په اجنډا کې د افغان ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي لوړول
28 جوزا 1401 ساعت 10:43
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینیټ وویل، په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي لوړول د اجنډا په سر کې دي.
آوا، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی د جمعې په ورځ (د غبرګولی۲۷) په یوه ټویټ کې اعلان وکړ چې هغه د بلجیم د استازو مجلس د بهرنیو چارو د کمیټې له غړو سره وکتل.
ریچارډ بینیټ دا هم وویل چې دا غونډه د بشري حقونو په ځانګړې توګه د افغان ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه جوړه شوې وه.
د مطلب کود: 254396